انصار( د تله ۷مه) د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د مسکو فارمټ پنځمه غونډه پرون ترسره شوه، چې پکې له طالبانو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او دغه راز د بشري حقونو د تامینولو غوښتنې وشوې.
یادې غوښتنې د غونډې په پریکړه لیک کې شوې وې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په دغه غونډه کې، چې په تاتارستان جمهوریت کې جوړه شوې وه، د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون درلود.
متقي بیا دغې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې مخکینیو حکومتونو له دې امله ښه پایله نه لرله، چې بهرني فرمایشات پکې منل کیدل.
هغه د خپل رژیم د کړنو دفاع کړې او ویلي، چې بهرنیان دې ورته د حکومتولۍ نسخې نه ورکوي او پر ځای دې همکاري ورسره وکړي.
امیرخان متقي دغه راز د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې خبل سفارتونه خلاص او ورسره په رسمي ډول دیپلوماتیک روابط رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف بیا په غونډه کې د نورو خبرو ترڅنګ دا هم ویلي، چې د طالبانو رژیم د داعش ډلې په گډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مناسبو اقداماتو په سرته رسولو کې پاتې راغلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي متقي بیا ویلي، چې دوی په افغانستان کې بشپړ امنیت حاکم کړی، داعش ډله یې سخته ځپلې او د سیمې هېوادونو ته د افغانستان له خاورې خطر نه دی پېښ.
هغه دغه راز، په افغانستان کې د نشه یي توکیو د له منځه وړلو ادعا هم کړې ده.
تمه وه، چې د غونډې له ختمیدو سره د روسیې بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلامیه هم صادره کړي، خو تېره شپه ناوخته پورې دغه اعلامیه رسنیو ته نه ده رسیدلې.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27355